د هلمند د امنيي قومندان وايي، که د دې ولایت امنیتي ځواکونه زیات او تجهیز نه شي نو دغلته د روانې جګړې په مهارولو کې به له ستونزو سره مخامخ شي.
عبدالرحمن سرجنګ د شنبې په ورځ په لښکرګاه کې خبریالانو ته وویل، د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د نهو سوه پولیسو هغه تشکیل منحل کړي چې د دولتي تاسیساتو او موسسو د امنیت لپاره ګمارل شوی و.
د هلمند د بېلابېلو برخو د پولیسو افسران هم وايي چې دوی له وسله والو، د نشه يي موادو له مافیا او نورو بې نظمیو سره د مقابلې لپاره لا نورو سرتیرو او تجهیزاتو ته اړتیا لري.