په غور ولایت کې تېره ورځ څه د پاسه یو زر او درې سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد وسوځول شول.
د غور د امني قومندان غلام مصطفې محسني ازادي راډیو ته وویل چې دا نشه يي مواد د دې ولایت له بېلابېلو برخو کې څخه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي وو.
د غور چارواکي وايي، یو د نشه يي موادو یو شمېر قاچاق وړونکې هم نیول شوي چې دوسيې يې څارنوالۍ ته استول شوي دي.
غور ولایت د شمال او جنوب ترمنځ د نشه يي موادو د قاچاق یوه مهمه لاره بلل کیږي.