اذربایجاني سرتېرو او بېلتونپالو یو پر بل ډزې کړي

اذربايجان او هغه بېلتون غوښتونکي چې ارمنستان يې ملاتړ کوي، په لانجمنه سيمه نوګرنو قره باغ کې يو او بل له موافقه شوې اوربند نه په سرغړونې تورنوي.

دغه اوربند د جنوبي قفقاز په دې غرنۍ سيمه کې د وروستي تاوتريخوالي د درولو لپاره نافذ شوى و.

دواړه لوريو تېره شپه پر يو بل ډزې کړې، خو تر اوسه د تلفاتو په اړه راپور نه دى ورکړل شوى.

ښکېلو خواوو د سې شنبې په ورځ تر څلور-ورځنۍ جګړې وروسته چې په نتيجه کې يې په لسګونو کسان ووژل شول، پر يوه اوربند موافقه وکړه.

اذربايجان نن وويل چې بېلتونپالو تېره شپه له ټينګ شوي اوربند نه ١٢٠ واري سرغړونه کړې ده، خو په نګرنو قره باغ سيمه کې بېلتون غوښتونکي بيا پر اذربايجان تور پورې کوي چې د دوى پر سنګرونو يې توغندي ويشتلي دي.

هغو بېلتون غوښتونکو چې ارمنستان يې ملاتړ کوي، نوګرنو قره باغ سيمه چې ډېرى اوسېدونکي يې ارمنيان دي، د١٩٩٠يمو کلونو په لومړيو کې د جګړې په پايله کې له اذربايجان نه ونيوله.

په هغه جګړه کې شا و خوا ٣٠زره کسان ووژل شول.

د دې لانجې د حل لپاره ډيپلوماتيکو هڅو لږه نتيجه ورکړې ده.