حکیمي: لغمان کې به ځینې پراختیايي پروژې عملي شي

د افغانستان د ماليې وزير ډاډ ورکړى چې په لغمان کې به ځينې پراختيايي پروژې عملي شي.

اکليل حکيمي نن په کابل کې د لغمان له ځينو قومي مشرانو سره په کتنه کې دا خبره وکړه.

د ماليې وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د لغمان قومي مشرانو په خپل ولايت کې د برېښنا، روغتيا، پوهنې او نورو برخو کې د پرمختيايي پروژو د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

اعلاميه وايي، د ماليې وزير ډاډ ورکړ چې له امکاناتو سره سم به په دې برخه کې اقدامات کېږي.