افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ریچارد اولسن سره وکتل.
د جمهوري ریاست په خبر پاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر وضعیت، دوه اړخیزې همکارۍ، د سولې پر بهیر او د بروکسل او وارسا د جوړیدونکو غونډو په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر غني په دغه لیدنه کې ټینګار وکړ چې افغان حکومت به د بروکسل او وارسا غونډوته د مطرح کړیو پلانونو او پروګرامونه سر بېره له نړیوالو شریکانو سره د خپل حکومت لاس ته راوړنې هم شریکې کړي.