تخار کې د وشو منتخبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د وشو منتخب سیالیو پنځم دور په تخار کې پای ته ورسېد.

د تخار د ووشو د ورزش برخې رئیس خیرالله لعل زاد ازادي راډيو ته وویل چې د دغو سیالیو لومړی مقام د ډېرو امتیازانو په لاس ته راوړلو سره د رحیم الله حبیبي کلپ او دوهم مقام امیري کلپ ترلاسه کړ.

په دغو سیالیو کې د مرکز او ولسوالیو له ټيمونو څخه ۱۰۰ لوبغاړو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ هرکال په تخار کې د ووشو د فدراسیون له خوا په لاره اچول کېږي.