اوچقون: د اپریل په پای کې به له طالب استازو سره خبرې وکړو

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د رواني اپریل میاشتې په پای کې به وتوانېږي چې د طالبانو له استازو سره د سولې مخامخ خبرې وکړي.

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون ازادي راډیو ته وویل چې دغه خبرې به له پنځمې څلور اړخیزې غونډې وروسته کېږي:

"سل په سلو کې هیله من یو چې په اپریل میاشتې کې به پنځمه څلور اړه خیزه غونډه جوړه شي او هم به په عین حال کې د افغان حکومت، د سولې عالي شورا او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ غونډه جوړه شي."

ښاغلي اوچقون زیاته کړه چې په پاکستان باندې د امریکا او چین له خوا فشارونه زیات شوي دي.

پنځمه څلور اړخیزه غونډه د اپریل په وروستیو کې په اسلام اباد کې جوړېږي.

پاکستان د کابل په څلورمې څلور اړخیزې غونډې کې ژمنه کړې وه چې په تېر مارچ میاشت کې به وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضروي، خو ویل کېږي چې پاکستان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی.