پخواني ولسمشر کرزی: پر ملکي خلکو حملې به ناوړه عواقب ولري

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پکتیکا کې د امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کې د ملکي خلکو وژنه په کلکو ټکو وغندله.

د ښاغلي کرزي له دفتر څخه نن په خپره شوې اعلامیه کې پرملکي تلفاتو اندېښنه څرګنده شوې او ویل شوي چې دغه ډول غیر مسوولانه حملې به ناوړه عواقب ولري.

بل خوا په افغانستان کې د قاطع ماموریت یوه ویاند فرنانډو سټریله ازادي راډیو ته وویل چې حمله دوی کړې او وژل شوي ټول وسله وال جنګیالي دي.

خو په ورته وخت کې د پکتیکا د ولایتي شورا رئیس بختیار همت وايي چې حمله تېره چهار شنبې شوې او وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.