د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کابل ته رارسېدلی او له افغان چارواکو سره یې د ملاقاتونو لړۍ پیل کړې ده.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی کري د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د ارزیابي د ګډ کمیسیون په دریمه غونډه کې هم ګډون کوي.
د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو په سند کې امنیتي او دفاعي مسائل، سوله، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه شامل دي.
دغه سند د ۲۰۱۲ کال د مې په دویمه د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ترمنځ لاسلیک شو.
ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن مازدیګر مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې هم برخه واخلي.