کونړ: د غازي اباد او ناړۍ لارې بندېدو ستونزې پیدا کړي

د کونړ د ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو اوسېدونکي وايي له تېرو دوو اونیو را په دې خوا یې کلیو ته تللې لار د ترافیکو پرمخ بنده ده.

یاد کسان وايي چې دغه لار د وروستیو بارانونو تیږو او خټو ښوېدو له امله بنده شوې ده.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې حکومتي چارواکي د یادې لارې د خلاصولو ژمنې ورکړي خو عملي شوي نه دي:

"یوه نیمه اوونۍ کېږي چې د اسمار ولسوالۍ په ډپبروړو کې دغر راښوېدو په وجه لاره بنده ده، د ناروغانو، ښځو، ماشومانو او د خوراکي موادو انتقال سخت شوی دی، له یوې خوا لاره بنده ده او له بل لورې وسله وال هلته تالاشي کوي."

په ورته وخت کې د کونړ امنه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل ازادي راډیو ته وویل امنیتي ځواکونه پوره چمتوالی لرې چې دلارې پرانستلو لپاره پوځې عملیات ترسره کړي، خو سیمه کې له دې وېرېږي چې ولسي وکړو ته په کې زیان ونه رسېږي.

نوموړي زیاته کړه چې هڅه به وکړي چې یاد لار ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.