کندز کې ۴ انتحاري حمله کوونکي نیول شوي

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، هغه څلور کسان یې نیولي چې غوښتل یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې انتحاري حملې وکړي.

د کندز د والي ویاند عبدالواسع باسل نن ازادي راډيو ته وویل دغه کسان د ملي امنیت د ځواکونو له خوا نیول شوي، خو دا جزیات یې ورنه کړل چې څه وخت او په څه ډول.

دا هم معلومه نه ده چې نیول شوي حمله کوونکي د وسله والو مخالفینو په کومې ډلې پورې اړوند وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.