د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار وايي، د سولې په مذاکرو کې له افغانستان سره مرسته کولای شي خو پر طالبانو حکم نه شي چلولاي.
سرتاج عزیز پرون په اسلام اباد کې خبرداری ورکړ چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې د خبرو د پيل لپاره هڅې باید له شرط ، مهالویش او ضرب الاجل سره ونه تړل شي.
د ده په وینا، د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي به دروانې میاشتې په پای کې له طالبانو سره د حکومت د سولې د مذاکرو د پيل پر هڅو د بیا غور لپاره سره وګوري.
طالبانو د سولې په مذاکرو کې ګډون رد کړی دی.