یو افغان ماشوم چې په قاچاقي لارۍ کې بریتانیې ته روان و، پرون جمعه له حتمي مرګه وژغورل شو.
دا هلک احمد نومېږي او عمريې د شپږ او اووه کلونو ترمنځ دی.
دی له ۱۴ لویانو سره په داسې لارۍ کې چې منځ يې یخچال وو، په فرانسه کې د کډوالو له یوه کمپه روان شوی وو.
یوې بریتانوۍ خیریه مامورې انکا سوریل د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې احمد يې په فرانسه کې د ځنګل په نوم کمپ کې لیدلی وو او یو موبایل ټیفون يې ورکړی وو.
سوریل ويلي چې دا په نیویارک کې په یوه کنفرانس کې وه چې احمد ټلیفوني پیغام ور واستاوه او خبره یې کړه چې په لارۍ کې اکسیجن خلاص شوی او دوی د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
په بریتانیه کې له کډوالو سره د یوې مرستندویه ادارې کارکونکي وايي چې پولیسو د احمد موبایل ټلفون تعقیب کړ او د لارۍ د ځاي تر موندلو وروسته یې دا کسان وژغورل.
احمد په مرکزي لندن کې د ماشومانو د ساتنې یوه مرکز ته لېږدول شوی او ورسره کسان پولیسو نیولي دي.