د نورستان د نورګرام لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د نورستان د نورګرام ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال ووژل شو.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري پرون جمعه ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې په نهو ولایتونو کې چې امنیتي وضعیت خراب دی، د شفق په نوم پوځي عملیات پيل شوي دي.

دولت وزیري زیاته کړه:

"په دې عملیاتوکې دښمن ته زیات تلفات اوښتي، وسلې یې هم نیول شوې او د هغوی ګومارل شوی ولسوال هم وژل شوی دی."

دفاع وزارت وايي چې په نورګرام کې په روان پوځي عملیاتو کې د طالبانو نهه تنه وسله وال هموژل شوي دي.