د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري به نن شنبه کابل ته ورسېږي.
جان کري به له افغان چارواکو سره د حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو په اړه د څلور اړخیزو غونډو د بیا پيل پر دقیقته نېټه او اجندا خبرې وکړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډیو ته وویل چې له جان کري سره به د سولې د هڅو پر نورو اړخونو هم خبرې وشي.
عمر زاخېلوال هیله څرګنده کړه چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو د څلور اړخیزو غونډو پینځمه به د روانې میاشتې په پای کې جوړه شي خو ویې ویل چې تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د پینځمې غونډې ځای اسلام اباد دی.