د ازادې اروپا ازادي راډیو زنداني خبریالې خدیجې اسماعیلووا ته د ملګرو ملتونو د مطبوعاتو د ازادۍ جایزه ورکړل شوه.
اسمعیلووا ته پرون جمعه دا جایزه په سختو شرایطو کې د مطبوعاتو اوبیان له ازادۍ د دفاع لپاره ورکړ شوې ده.
دا جایزه ۲۵ زره امریکايي ډالر مالي ارزښت لري او ملګري متلونه یې هرکال د یوه کولمبیايي خبریال ګویلرمو کانو ایسازا په نوم ورکوي.
دا خبریال په ۱۹۸۶ میلادي کال کې د خپلې ورځپاڼې ال اسپکتادور د دفتر مخې ته ووژل شو.
خدیجه اسماعیلووا تحقیقاتي رپوټونه جوړول او په باکو کې د ازادې اروپا ازادي راډیو خبریاله وه چې د اذربایجان حکومت د مالیې نه ورکولو او درغلي په جرم زنداني کړه.
خو داسې ګڼل کېږي چې په اداري فساد کې د لوړ رتبه دولتي چارواکو د دخالت په اړه د رپوټونو له امله سزا ورکول کېږي.