یونان ۴۵ نور پناه غوښتونکي له لیسبوس ټاپو نه ترکیې ته ولېږل

يوه بېړۍ چې په کې پنځه ۴۵ پاکستانيان سپاره وو، نن د يونان له ليسبوس ټاپو څخه ترکيې ته ولېږل شوه.

اروپا ته د لوی شمېر پناه غوښتونکو د مخ نیوي په مقصد د اروپايي اتحاديې او انقرې د توافق د پلي کولو په هدف دا د پناه غوښتونکو دوهم پړاو دی چې بېرته ترکيې ته لېږل کېږي.

يوه بېړۍ چې په کې ۴۵ پاکستانيان سپاره وو، نن د يونان له ليسبوس ټاپو څخه ترکيې ته ولېږل شوه.

دا د پناه غوښتونکو دوهم پړاو دی چې بېرته ترکيې ته لېږل کېږي.

د اروپايي اتحادیې او ترکيې تر منځ موافقه چې د دوشنبې په ورځ پلې شوه، غواړي اروپا ته د پناه غوښتونکو د سېل مخه ونيسي.

له دغو پناه غوښتونکو څخه ګڼ شمېر د منځني ختيځ، افريقا او اسيا د هېوادونو له جګړو او بېوزلیو تښتي.

تېر کال تر يو میليون زيات پناه غوښتونکي اروپا ته تللي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نوي موافقې له مخې شا او خوا ۲۵۰ کسان بېر ته له يونان څخه لېږل شوي دي.

ټاکل شوې وه د زیات شمېر پناه غوښتونکو يوه بله بېړۍ له ليسبوس ټاپو څخه نن سهار روانه شي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټول کسان چې نن سهار په بېړۍ کې ترکيې ته لېږل شوي، پاکستانيان وو.

کله چې بېړۍ د ترکيې ساحل ته ورسېده، پولیس پر ساحه راګرځېدلي وو او ورسره د ملاتړ لپاره د ترکيې د ساحلي ساتونکو دوې بېړۍ هم وې.

نن سهار په بېړۍ کې ترکيې ته لېږل شوي، پاکستانيان وو.

د يوه ترکي چارواکي په وينا، په لېږل شوې بېړۍ کې ټول پاکستانيان نارينه وو.

تر دې مخکې چې بېړۍ له ليسبوس څخه حرکت وکړي، د بشري حقونو لږ تر لږه دوه فعالان د کوچنۍ بېړۍ مخې ته اوبو ته ورولوېدل او هڅه يې وکړه د بېړۍ مخه ونيسي خو د يونان د ساحلي ساتونکو له خوا له اوبو را وايستل شول.

فعالان وايي، د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ موافقه د بشري حقونو پر ضد ده.

دوی په يونان کې له ساحل سره نږدې لاريون وکړ.

د پناه غوښتونکو په لومړۍ ډله کې چې له يونانه ترکيې ته لېږل شوي وو، ۲۰۲ پناه غوښتونکي وو چې له پاکستان او افغانستان څخه دغه ځای ته تللي وو.

د ترکيې پارلمان په چټکۍ سره يوه موافقه تايید کړه چې له مخې به يې انقره وکولای شي پاکستاني پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته ولېږي.

د يونان چارواکو ويلي چې د ۲۴ ساعتو پر مهال ۱۵۰ پناه غوښتونکي درې يوناني ټاپوګانو ته رسېدلي دي او تېره ورځ دغو ځايو ته ۷۶ پناه غوښتونکي ورغلي وو.

د اروپايي اتحاديې او ترکيې د موافقې له مخې به انقره د سوري وګړو په ګډون ټول هغه پناه غوښتونکي او کډوال بېرته اخلي چې يونان ته له غير قانوني لارو ننوزي او په بدل کې به اروپايي اتحاديه له ترکيې څخه زرګونو سوري وګړي قبولوي، دغه هېواد ته به نورې پيسې ورکوي، ترکانو ته به له ویزو پرته اروپايي اتحاديې هېوادونو ته د تګ اجازه ورکوي او په اروپايي اتحاديه کې به د دې هېواد د غړيتوب په اړه پرمختګ کوي.