د تېري چهارشنبې په ورځ د پکتيکا ګومل ولسوالۍ نعمت اباد سيمه کې بې پیلوټه الوتکو په بمبار کې ۱۷ تنه وژلي دي چې امنيتي او ولايتي مسؤلين يې وسله وال طالبان بولي.
خو د سيمې اوسېدونکي وکيلان وايي چې بې پیلوټه الوتکې په عامو خلکو بمبار کړی چې يو قومي مشر سره له څلورو ساتونکو په کې وژل شوی، زموږ همکار داود تپان په مشرانو جرګه کې د پکتيکا د خلکو له استازي جمعه الدين ګيانوال سره مرکه کړې، او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د دوی معلومات د پېښې په اړه څه دي؟
Your browser doesn’t support HTML5
په ولسي جرګه کې د پکتیا له استازي جمعه خان ګیانوال سره مرکه