بلخي: ترکیې هیڅ افغان کډوال اړ کړی نه دی چې ستون شي

د کډوالو د چارو وزیر وايي، ترکيې تر اوسه هیڅ افغان کډوال اړ کړی نه دی چې افغانستان ته ستون شي.

سید حسین عالمي بلخي ازادي راډیو ته وویل هغه افغانان چې بېر ته هېواد ته راځي په انفرادي او داو طلبه توګه ستنیږي.

تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هیڅ یوې الوتکې ته به چې افغان کډوال بېرته راوړي، د کېناستو اجازه ورنه کړي.

اروپايي ټولنه له ترکيې سره د یوې موافقې له مخې غیر قانوني کډوال او پناه غوښتونکې ترکې ته ستنوي.