یونان نن د کډوالو یوه بله ډله هم ترکيې ته واستوله

یونان نن د کډوالو یوه بله ډله ترکيې ته بېرته واستوله.

دا کډوال د هغې لانجمنې موافقې له مخې ترکيې ته استول کېږي چې اروپا د مهاجرت د څپې د کموالي په هدف کړې ده.

تر دې مخکې د یونان له لیزبوس ټاپو څخه ۲۰۲ کسان چې اکثره يې پاکستانیان وو، ترکیه ته بېر ته ولېږدول شول.

بل لورته بیا د سوريي د کډوالو یوه نوې ډله له ترکيې څخه جرمني او فنلنډ ته رسېدلې ده.

د اروپايي ټولنې او ترکيې ترمنځ د شوې موافقې له مخې انقره به ټول هغه کډوال بېرته مني چې په غیر قانوني توګه له دې هېواد څخه یونان ته اوښتي دي.

اروپايي ټولنه به د دې په بدل کې له ترکيي سره مالي مرسته زیاته کړي، د ویزې په برخه کې به اسانتیا ورکړي او په اروپايي ټولنه کې د دې هېواد د غړیتوب چارې به ګړندۍ کړي.

خو د بشري حقونو ډلې پر دې موافقه انتقادونه کوي او وايي چې ترکیه ددې لپاره لازم چمتوالی نه لري.