د سوريي د حکومت مخالفو وسله والو د دې هېواد په شمال کې له داعش څخه یو ستراتیژیک ښارګوټۍ نیولی دی.
د سوريي د بشري حقونو ډلې چې له لندن څخه فعالیت کوي، وايي د سوريي ازاد پوځ تېره ورځ له داعش سره تر سختو نښتو وروسته ال رای ښارګوټی ونیو.
د دې ښارګوټي په نیولو سره د حکومت ضد وسله والو له ترکي څخه د اکمالاتو لاره هم خوندي کړې ده.
د سوريي د حکومت ضد وسله وال د حلب ویشل شوي ښار د نیولو لپاره هڅې تېزې کړي دي.