ټاکل شوې ده چې د ایران یو پلاوی راتلونکې اوونۍ سعودي عربستان ته سفر وکړي او د دې هېواد له چارواکو سره د حج د ترتیباتو په اړه خبرې وکړي.
وروسته تر هغې چې سعودي له ایران سره خپلې اړیکي قطع کړي دا لومړی ایرانۍ رسمۍ پلاوی دی چې له ریاض کتنه کوي.
د تېرې جنوری په درېیمه نېټه قهرجنو مظاهره چیانو په تهران کې د سعودي سفارت او په مشهد کې د سعودي پر قونسلګری حمله وکړه.
دا پېښه د سعودي عربستان لخوا د یوه شیعه ملا تر اعدامولو وروسته وشوه.
دغه راز ددواړو هېوادونو ترمنځ نازکې اړیکې د تېر کال د حج په مراسمو کې له سترې پېښې وروسته لا پسې کړکېچنې شوې.
د تېر کال د حج پر مهال د حاجیانو د ټېل ماټېل له امله زرګونه کسان مړه شوه چې ۴۶۴ يې ایراني حاجیان وو.