کابل کې د نجونو د باسکټبال سیالۍ جوړېږي

د افغانستان د باسکټبال فدراسیون په پام کې لري چې په کابل کې د نجونو د باسکټبال انتخابي سیالۍ جوړي کړي.

د دغه فدراسیون سرکرتر جنرال غلام غوث نیکبین ازادي راډيو ته وویل د دغو سیالیو ځانګړې شوې نېټه یاده نه کړه خو ویې ویل چې په دغو سیالیو کې به د کابل، هرات، کندهار او غزني ښځینه لوبغاړي ګډون وکړي.

ښاغلي نیکبین د دغو سیالیو د جوړلو هدف د باسکیټ بال ملي ټيم ته د غوره لوبغاړو ټاکل وبلل دغه سیالۍ به پنځه ورځي دوام وکړي.