د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د جینوا د سوداګرۍ له سازمان سره یي د سوداګریزو چارو د پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې په هدف یو تړون لاسلیک کړی دی.
د دغې خونې د رسنیو د برخې مسؤل صیام الدین پسرلي ازادي راډيوته وویل چې افغان سوداګر هڅه کوې چې افغاني تولیداتو ته په جینوا کې بازار پیدا کړي.
هغه زیاته کړه:
"هدف داو چې دغه پانګوال باید په افغانستان کې د پانګونې لپاره وهڅول شي د دې ترڅنګ موږ باید په جینواکې افغاني اموالو ته مارکیټونه پیدا کړود نورو سوداګروسره خبري وکړو، لاس ته راوړنه مو داوه چې د هغه ځای له چارواکو سره مو یوه تفاهمنامه لاسلیک کړه."
د ښاغلي پسرلي په خبره ددواړو هېوادونو سوداګرو په خپلو کې د ګډو اقتصادي همکاریو ژمنې وکړي.
په افغانستان کې اوسمهال د پانګونې سطح ټیټه ده او کورني او بهرني پانګوال وایي ناامنیو په دغه هېواد کې د پانګونې اچوني مخه ډب کړې ده.