د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان ګولۍ لګېدو له امله یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ پنځه ګولۍ راویشتلې چې یوه يې د هستوګنې پر کور لګېدلې او په کې د یوې کورنۍ یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
هغه وايي، د وسله والو په بریدونو کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
تر اوسه وسله والو طالبانو د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.