عظیمي بلخ کې د کوکنارو د کښت پر زیاتېدو اندېښنه وښوده

د مخدرو موادو پرضد د مبارزې وزیرې په بلخ ولایت کې د کوکنار د کښت پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې.

په بلخ کې د کوکنارو کښت پروسږکال صفر ته رالوېدلی و، خو د راپورونو له مخې سږکال د دې ولایت په څو ولسوالیو کې د کوکنارو کښت بیا پیل شوی دی.

سلامت عظیمي بلخ ولایت ته د سفر پرمهال د هېواد په شمال او په خاص ډول په بلخ کې د کوکنار د کروندو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د بلخ ولایت په چاربولک او چمتال ولسوالیو کې د کوکنار کروندې باید له منځه ولاړې شي.

مېرمن عظیمي په نشه یي موادو د روږدو ځوانانو پر زیاتېدو چې د دې په وینا شمېر یې درې میلیونه ته رسېدلی هم اندېښنه وښوده.

د مخدرو موادو پرضد مبارزې وزیرې ټینګار وکړ چې حکومت په دې مقصد یو اغېزمن پلان جوړ کړی خو سلامت عظیمي یې په اړه جزییات ورنه کړل.