د روسي رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او پاکستان مشران په نږدې راتلونکي کې په یوه څلور اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.
د روسیې انټرفکس خبري اژانس د تاجکستان حکومتي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په دې سرمشریزه کې به د کاسا یک هزار په نوم د برېښنا د انرژۍ د پروژې په اړه بحث وشي.
کاسا یک هزار له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د برېښنا د صدور ستره پروژه ده چې د اشرف غني، امام علي رحمان، المازبیګ اتمبایوف او نواز شریف په سرمشریزه کې به بحث پرې وشي.
تمه ده چې د څه باندې یو میلیارډ ډالرو په لګښت دا پروژه به د ۲۰۱۸ میلادي کاله تر پایه بشپړه شي.
د دغې پروژې له لارې د قرغزستان ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تاجکستان له لارې افغانستان ته انتقالېږي چې له ۳۰۰ میګاواټه بریښنا څخه افغانسان کې استفاده کېږي او ۱۰۰۰ میګاواټه نور د کابل او ننګرهار له لارې پېښور ته انتقالېږي.