د ټاپي له پروژې سره پرون د نورو ۲۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ژمنه وشوه.
د هغې موافقې له مخې چې پرون په عشق اباد کې لاسلیک شوه، دا نوې پانګونه د ترکمنستان د ګاز دولتي شرکت ترکمن ګاز، د افغان ګاز انټرپرایز شرکت، د هند د ګایل شرکت او د پاکستان د ګاز ایالتي سیسټم له خوا کېږي.
ترکمنستان د افغانستان تر سرحده پورې د دې پروژې د جوړولو کار لا دمخه پیل کړی دی.
د ترکمنستان مرستیال صدراعظم وویل چې د دې سند لاسلیک به د نور کار لپاره د دې کنسرسیوم هڅو ته لاره پرانیزي.