د کاسوو نوی ولسمشر به د لوړې مراسم ترسره کړي

د کاسوو نوی انتخاب شوی ولسمشر هاشم تاچي به نن په مرکز پریشتینا کې د لوړې مراسم ترسره کړي.

د فبروري په شپږ ویشتمه د کاسوو پارلمان هاشم تاچي انتخاب کړ. دی پخوا د کاسوو د بهرنیو چارو وزیر و، د کاسو د حاکم ډیموکراتیک ګوند مشر و او په پارلمان کې د اپوزسیون وکیلانو په نه موجودیت کې دی د هیواد ولسمشر و.

اپوزسیون هڅې وکړې چې دی له واکه لرې کړي.

تر یوې میاشتې ډیر وخت وشو چې په کاسوو کې سیاسي بحران رامنځته شوی دی.

اپوزسیون د کاسوو او سربیا تر منځ د اروپا ټولنې له موافقې سره مخالفت کوي. د دې موافقې له مخې باید سربیانو ته ډیر سیمه ییز واک ورکړل شي او له مونتنیګرو سره سرحد په نښه شي.

کاسوو په ۲۰۰۸ کال کې خپلواکي اعلان کړه خو د سربیا له لورې دا اعلان رد شوی دی.