د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوی ماین پاکانو د سوریې له پالمیرا ښار څخه یو نیم زر کرل شوي ماینونه ایستلي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون په دې اړه یوې خبرې غونډې ته په مسکو کې وویل:
"په پالمیرا کې د مارچ په اووه ویشتمه د څرګند بریالیتوب په امتداد روسیې وار له مخه د ماینونو د ایستلو هڅې پیل کړې دي چې په دې ترڅ کې تر یو نیم زر ډير ماینونه خنثی شوي دي."
د روسیې دفاع وزارت په وروستیو کې ویلي دي چې د دوی ماین پاکونکو په سوریه کې تر یو سل او اتیا جریبه ډیره مځکه له ماینونو پاکه کړې ده.