اذربایجان په ناګورنو قره باغ لانجمنه سیمه کې هغه بیلتون غوښتونکي چې ارمنستان یې ملاتړ کوي، ملامته کړي دي چې د دواړو هېوادو تر منځ یې له اوربنده سرغړونه کړې ده.
د اذربایجان دفاع وزارت په یوه بیان کې نن وویل چې بیلتون غوښتونکو په تېرو څلرویشت ساعتونو کې یوسل او نولس ځله اوربند مات کړی دی.
بل لور ته د اذربایجان دفاع وزارت ادعا کړې ده چې ارمني ځواکونو د اذربایجان د نخجوان پر څو سیمو ډزې کړې دي.
نججوان د ارمنستان، ایران او ترکیې تر منځ پرته سیمه ده.
د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د اپریل په پنځمه وروسته تر هغه اوربند وشو چې د اپریل په دوهمه جګړې پیل شوې. دا جګړې په څو لسیزو کې تر بل هر وخت په سیمه کې خونړۍ وې.