په بروکسل کې د مارچ په دوه وویشتمه چې کومو کسانو خونړي بریدونه وکړل، یوه یې شپږ کاله مخکې د اروپا په پارلمان کې د تنظیف په برخه کې کار کاوه.
په هغه بیان کې چې اروپایي پارلمان پرون خپور کړ، په کې ویل شوې دي چې دې کس له دوه زره نهمه تر دوه زره لسم پورې د اوړي په مخه د یوې میاشتې په مخه رخصتي اخیستې وه.
اروپایي پارلمان د دې سړي نوم نه دی افشا کړی، خو یو شمېر سرچینې وایي چې هغه نجیم العشراوي نومیده، پنځه ویشت کلن و او د بلجیم تابعت یې درلود.
څارنوال وایي چې ده پر هوایي ډګر ځان وژونکی برید کړی و او همدا راز پر ده شک کیږي چې په پاریس کې یې د نوومبر د میاشتې په بریدونو کې چې یوسل او دیرش تنه پکې وژل شوي وو، د ځان وژونکو لپاره واسکټونه جوړ کړي و.