افغان امنیتي چارواکي د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو بیا پيل تاییدوي.
د رپوټونو له مخې وسله والو طالبانو په څو وروستیو ورځو کې په یاده سیمه کې څلور امنیتي پوستې نیولي دي.
د بغلان امنیه قومندان جنرال عوض محمد نذیري رسنیو ته دا هم ویلي چې ډېر ژر به د هغو سیمو د بیا ترلاسه کولو لپاره عملیات پیل کړي چې طالبانو نیولي دي.
د ډنډ شهاب الدین سیمه شل ورځې مخکې افغان پوځیانو د طالبانو له یو کلن کنټروله وایستله.