د بوسنیا د سربیانو پخواني مشر رادوان کرادیچ د پخوانۍ یوګو سلاویا د مجرمانو له نړېوالې محکمې غوښتې دي چې دی خوشې کړي.
کرادیچ تېره میاشت د اته زره مسلمانانو په ګډون د یو لړ جنګي جرمونو په جرم په ۴۰ کاله بند محکوم شو. ده پرون نړیوالې محکمې ته ولیکل چې زندان یې روغتیا ته ښه نه دی او په تېرو اتو کلونو کې چې بندی دی ورځ په ورځ یې صحت خراب شوی دی.
۷۰ کلن کرادیچ زیاته کړه چې په دې زندان کې داسې وضعیت دی لکه په ۱۹مه پیړۍ کې چې د کمونستانو او ترکانو په زندانونو کې څه حال وو.
د پخوانۍ یوګوسلاویا د محکمې مشر د کرادیچ وړاندیز رد کړی دی خو په ورته وخت کې یې په هالنډ کې د هغه زندان د څارنې امر کړی چې هلته کرادیچ بندی دی.