د اوکراین صدراعظم له روسیې نه د نفتي موادو پر واردولو بندیز لګوي

د اوکراین صدراعظم ارسیني یاڅینوک وایي، له روسیې څخه به د نفتي موادو پر واردولو بندیز ولګوي.

وروسته تر دې چې په ۲۰۱۴ کال کې روسیې د اوکراین کریمیا سیمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، اوکراین د روسیې پر یو شمېر مالونو بندیز ولګاوه او روسیې هم ورته هڅې کړې دي.

یاڅینوک پرون یوې حکومتي غونډې ته وویل چې موږ پر روسیې یو شمېر بندیزونه لګولي دي، خو تر اوسه د روسیې مهم صادرات، یعنې نفتي مواد په کې شامل نه وو.

یاڅینوک د اوکراین د اقتصاد له وزیره وغوښتل چې پر داسې لارو چارو غور وکړي چې د ده په وینا له تیري کوونکي روسیې څخه نور نفتي مواد ونه پلورو.

اوکراین او یو شمېر لویدیځ هېوادونه روسیه تورنوي چې د اوکراین په ختیځ کې له بیلتون غوښتونکو سره د پیسو، وسلو او ځواکونو مرسته کوي، خو مسکو دا تورونه رد کړي دي.