د ایران ولسمشر وړاندیز کړی دی چې د اذربایجان او ارمنستان تر منځ به د لانجې د حل لپاره منځګړیتوب وکړي.
حسن روحاني پرون د اذربایجان او ارمنستان ولسمشرانو ته ټیلیفون وکړ او د ناګورنو قره باغ پر سر د دغو دواړو هېوادو تر منځ د ستونزې د هواري لپاره یې د منځګړیتوب ژمنه وکړه.
ایسنا خبرې اژانس د روحاني په وینا خبر ورکوي چې تهران دې ته چمتو دی چې له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي ترڅو د دغو دوو ګاونډیو تر منځ په سوله ییز ډول لانجه هواره شي.
د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی دی چې تروریستان په سیمه کې له شخړو ګټه پورته کوي او هڅې کوي چې دا لانجه پراخه کړي.