د عراق پوځ د دغه هېواد په شمال کې له داعشه د موصل ښار د نیولو لپاره عملیاتو ته چمتو شوي دي.
تورن جنرال نجم عبداله الجبوري پرون په یوه بیان کې وویل، عراقي ځواکونه دې ته انتظار دي چې د ښار تر نیولو وروسته پولیس او قبایلي وسله وال لاندې کړې سیمې څرنګه ساتلی شي.
البجوري زیاته کړه چې موږ په دې عملیاتو کې له ټولو ځواکونو استفاده نه کوو چې بیا تر فتح وروسته هم امنیت ټینګ کړو.
د موصل د نیولو لپاره له نژدې درېیو اوونۍ راهیسې عملیات پیل شوي دي او عراقي ځواکونو تر اوسه درې کلي تصفیه کړې دي چې په دغو کې د مخمور ستراتیژیکه سیمه هم شامله ده.
داعش ډلې له ۲۰۱۴ کال راهیسې موصل نیولی دی.