د بامیان ولایت په زندان کې یوه بندي ځان وژلی

د بامیان په زندان کې یوه بندي ځان وژلی دی. د بامیان د امنیه قومانداني د امنیت امر محمد علي لکزي ازادي راډیو ته وویل، د بامیان د محبس له لوري موږ ته خبر راورسید چې دوې ورځې مخکې د خالقداد په نوم یوه بندي چې ۲۵کلن و ځان راځوړند کړی او وژلی دی.

د بامیان د امنیت د امر په وینا دا زنداني تېر کال له یوې اته کسیزې ډلې سره په مرکز بامیان کې د قتل او د غلاوو د څو پیښو په تور نیول شوی و.

محمد علي لکزي زیاته کړه چې د ځان وژنې د دې پېښې تحقیق روان دی ترڅو د پېښې علت معلوم شي.