په کابل کې به د اسلامي حزب او د سولې شورا د غړېو ترمنځ خبرې وشي

تمه ده چې نن به په کابل کې د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب او د افغانستان د سولې د عالي شورا د غړېو ترمنځ خبرې وشي.

تر دې غونډې مخکې د اسلامي حزب د پلاوي غړي امین کریم رسنیو ته وویل چې د دوی د ګوند اوسنی دریځ دا دی چې له سیاسي لارو پاتې بهرني ځواکونه له افغانستانه وباسي.

امین کریم زیاته کړه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نژدې پنځه فیصده پاتې دي نو کیدای شي چې د افغانانو تر منځ د تفاهم له لارې په یوه غږ دا ځواکونه له افغانستانه بهر کړو نه د جګړې له لارې.

د افغانستان د سولې عالي شورا مخکې ویلي و چې ډیره هیله لري چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره به د سولې په برخه کې یوې موافقې ته ورسیږي.