په کندهار کې یو سل او دوه میله وسلې تېره ورځ د ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې.
په دې وسلو کې چې د کندهار، زابل، ارزګان او هلمند په ولایتونو کې کومانډو ځواکونو نیولي دي، پیکا، کلاشینکوفونه، دهشکې او یو شمېر نورې وسلې شاملې دي.
د دې وسلو د سپارلو لپاره په کندهار کې جوړې شوې غونډې ته د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داوود شاه وفادار په خپله وینا کې د کومانډو ځواکونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې په ډیرو سختو شرایطو کې هم دغو ځواکونو دښمنان ځپلي دي.