د امریکا یو لوړ پوړي چارواکي ویلي، د ولسمشر بارک اوباما اداره به سره له دې چې هڅه کوي ایران له اقتصادي بندیزونو خلاص شي، امریکايي ډالرو او یا د امریکا مالي سیسټم ته د ایران د لاس رسي اجازې ورنه کړي.
د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړو چې تېر کال یې د نړۍ له شپږو پیاوړو هېوادونو سره د ایران د اټمي موافقې مخالفت کړې و، د هغو وروستیو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې چې وايي، د امریکا حکومت به ایران ته د شوې تړون له مخې اجازه ورکړي څو په ځینو سوداګریزو راکړو-ورکړو کې له امریکايي ډالرو کار واخلي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال توماس شانون د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په خبرو کې دا راپورونه رد کړل.
په عین حال کې نوموړې تایید کړه چې د امریکا اداره پلان لري ډاډمنه کړي هغه بهرني بانکونه چې ایران کې د کاروبار په لټه دي کار یې د امریکا له قانون سره سم دي.