متشبثې ښځې شکایت کوي چې لازمې اسانتیاوې ورته نه دي برابرې شوي

یو شمېر افغان سوداګرې او متشبثې ښځې شکایت کوي چې دوی ته لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.

دوی دا خبرې نن په کابل کې د امریکا د نړېوالې پراختیا ادارې یو.اس.اې.آی. ډي د فایده په نوم پروګرام له خوا په یوې مشورتي ناستې کې وکړې.

د دې پروګرام هدف دا دی چې افغان سوداګرې او متشبثې ښځې د خپلو فعالیتونو لپاره مالي منابعو ته لاسرسۍ ولري.

له بلې خوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وایي، هڅه کوي چې په دې برخه کې له سوداګرو ښځو سره د مرستندویه کورنیو منابعو له لارې قانوني مرستې وکړي.