په تاجکستان کې د یوې بلې ورځې رسمي رخصتۍ په اړه مسوده

د تاجکستان د پارلمان یوې ډلې په دې هېواد کې د یوې بلې ورځې رسمي رخصتۍ په اړه د یوې لایحې مسوده چمتو کړې ده.

په دې ورځ به د امام علي رحمان د اوږدمهالۍ ولسمشرۍ لمانځنه کیږي.

د دې لایحې پر بنسټ د عمومي رخصتۍ دا ورځ به د ولسمشر او یا هم د ملت د رهبر د ورځې په نوم رخصت وي.

د هغې لایحې پر بنسټ چې د ډسمبر په میاشت کې تصویب شوه، په کې ۶۳کلن رحمان ته د "ملت رهبر" لقب ورکړل شو او همدارنګه نوموړی او خپلوانو ته یې د ټول عمر لپاره عدلي مصونیت ورکړل شوی دی.

په پام کې ده چې د مې د میاشتې په ۲۲ مه نیټه د دې هيواد په اساسي قانون کې د تعدیلاتو په اړه یوه ټول پوښتنه وشي.

د دې بدلونونو پر بنسټ به امام علي رحمان د دې فرصت تر لاسه کړي چې د یوې نا ټاکلي مودې لپاره د ولسمشرۍ د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.

امام علي رحمان له ۱۹۹۲میلادي کال څخه د تاجکستان ولسمشر دی.