اذربایجان او په جلا شوې سیمه نګرنو قره باغ کې ارمنیا پلوو بیلتون غوښتونکو ویلي، هغه اوربند چې پرون پرې موافقه شوې، د شپې له خوا تر ډیره ساتل شوی و .
د بیلتون غوښتونکو یوې پوځې خبرپاڼې ویلي:په لومړۍ کرښه کې په عمومي توګه اوربند عملي شوی و.
د اذربایجان د دفاع وزارت هم د چارشنبې په ورځ په یوې خبر پاڼې کې وویل چې په سیمه کې وضیعت ترینګلي خو ارام و .
خبر پاڼه زیاتوي:
د اذربایجان وسله والو ځواکونو د تماس په کرښه کې هغه اوربند چې پر موافقه شوې وه په بشپړه توګه عملي کړی دی.
خو یو روسي خبري اژانس د اذربایجان د دفاع وزارت د چارواکو له خولې ویلي چې ارمنيا پلوو بیلتون غوښتونکو په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۱۵ ځلي له اوربند سرغړاوی کړی دی.
دغلته د دواړو لورو ترمنځ له خونړېو نښتو وروسته پرون پر یو اوربند موافقه وشوه.