له حزب اسلامي سره خبرو کې مخالفت نه دی لیدل شوی

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، دوی تر اوسه له حزب اسلامي ډلې سره د سولې د خبرو په تړاو کوم مخالفت نه دی لیدلی.

د دغې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم نن ازادي راډیو ته وویل چې د ملي وحدت په حکومت کې د سولې د خبرو په تړاو اجماع شته.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره د افغان حکومت د سولې د مذاکراتو په دوام داسي ګنګوسې شته چې ځينې حکومتي کړۍ له دغې ډلې سره د سولې په خبرو کې مخلصه نه دي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي غړي محمد امین کریم ادعا کړې چې د ملي وحدت په حکومت کې د دغې ډلې سره د مذاکراتو په برخه کې یو نظر نشته.