د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلین وایي، هڅه کوي چې تر راتلونکو څو کلونو پورې دا هېواد د برېښنا د تولید له پلوه خودکفا شي.
د دغه وزارت مرستیال امان الله غالب نن خبریالانو ته وویل چې دې هدف ته د رسېدو لپاره په یو شمېر طرحو کار کوي.
وروستۍ څېړنې ښیې چې افغانستان د برېښنا د تولید لازم ظرفیتونه لري او کولی شي چې له ۲۳ زره میګاواټو څخه ډېره برېښنا تولید کړي.
د افغانستان د ابو او انرژۍ وزارت چارواکي هم ټينګار کوي چې له دې وروسته به د برېښنا د تولید په برخه کې لازمې پانګونې وکړي.