"څلور سلنه ښځې رسمي بانکي حسابونه لري"

د افغانستان د سولې او ډيمکراسۍ لپاره د برابري موسسه د بازار د ځغلنده ارزونې تر عنوان لاندې یوه څېړنه ترسره کړې ده.

د دې موسسې مشر ادریس عمرزاده نن خبریالانو وویل چې د ارزونې اصلي هدف په ځانګړې توګه د هغو خنډونو څېړل دي کوم چې بازارنو ته د ښځينه سوداګرو لاسرسی محدودوي.

دوی وایي چې مالي امکاناتو ته د ښځو لاسرسی لا تراوسه ډېر محدود دی او د ښځو د نفوس یوازې څلور سلنه رسمي بانکونو کې رسمي حسابونه لري.

د دې ارزونې له مخې حکومت اړتیا لري چې د جنسیت د برابری پر بنسټ د سوداګرو ښځو لپاره مناسب سوداګریز چاپیریال برابر او په دې اړه خپلې پالیسۍ جلا کړي.