سباوون: افغان پناه غوښتونکي په اروپا کې د پنا مستحق دي

وحیدالله سباوون

د قومونو او قبایلو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان د متحد اسلامي حزب مشر وحیدالله سباوون وایي، اروپایي هېوادونه باید په جبر سره افغان کډوال له خپلې خاورې را ونه باسي.

ښاغلی سباوون وایي، د کډوالۍ د نړېوالو قوانینو له مخې افغان پناه غوښتونکي په اروپایي هېوادونو کې د پنا مستحق دي او هېوادونه باید دې مسئلې ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې ویلي یو شمېر افغان کډوال به له خپلو هېوادونو څخه را وباسي.

له وحیدالله سباوون سره د همدې موضوع په اړه زموږ همکار اسدالله لودین مرکه کړې او په سر کې د کډوالو د را ایستلو د پریکړې په اړه د هغه نظر پوښتلی:

Your browser doesn’t support HTML5

له وحیدالله سباوون سره مرکه