حکمتیار له حکومت سره د سولې د خبرو شرایط بدل کړي

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې د خبرو پرمختګونه او خنډونه او په افغانستان کې د اقتصادي پروژو د فعالیتونو بیا پیل د کابل د نننیو ورځپانو مهم مطالب او تبصرې دي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز په یوه مطلب کې لیکلي چې افغان جګړه مار ګلبدین حکمتیار له افغان حکومت سره د سولې د خبرو شرایط بدل کړي دي.

په مطلب کې د ګلبدین حکمتیار د استازي امین کریم هغو خبرو ته اشاره شوې چې ویلې یې دي، حزب اسلامي له دې شرطه په شا شوی چې ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي.

د مطلب لیکوال ویلي، ګلبدین حکمتیار د امریکا په تورلست کې شامل دی او د لیکوال په باور، اغلب ګمان داده چې نوموړی په پاکستان کې اوسېږي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې جمعیت ګوند او نظار شورا له حزب اسلامي سره د خبرو مخالفت کوي.

په مطلب کې د حزب اسلامي د استازو په حواله لیکل شوي، هغه کړۍ له دوی سره د سولې مخالفت کوي چې په افغانستان کې جګړه غواړي او په جګړه کې یې ګټې نغښتې دي.

د ورځپاڼې په باور، ولس اوس د سولې خبرو ته هیله من شوی او داسې فکر کوي چې له حزب اسلامي وروسته به له طالبانو سره هم د سولې د خبرو دریڅه پرانستل شي.

د مطلب لیکوال ویلي، حزب اسلامي پخوا له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار کاوه، خو اوس یې استازو ویلي، دوی په خپل دې شرط ټینګار نه کوي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا اقتصادي پرمختګونو ته یو تحلیلي مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي چې په بلخ ولایت کې په تېرو څو کلونو کې په سوداګریزه برخه کې د ښځو ونډه زیاته شوې ده.

په مطلب کې راغلي چې په تېرو شپږو کلونو کې زرګونه ښځو په بلخ کې د چرګو فارمونه جوړ کړي او شااوخوا ۳۰ میلیونه هګۍ یې بازار ته وړاندې کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا د اقتصادې مسائلو په اړه د جبل السراج د سمنټو فابریکې بیا فعالولو ته یو مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي چې دغه فابریکه اوس په ورځ کې سل ټنه سمنټ تولیدوي.

په مطلب کې راغلي، دغه فابریکه د کورنیو جګړو پر مهال ډیره زیانمنه شوې وه او له شل کاله ځنډ وروسته یې بېرته فعالیت پیل کړی دی.

لیکوال ویلي، افغانستان په کال کې شپږ میلیونه ټنه سمنټو ته اړتیا لري او داسې هڅې روانې دي چې حکومت او خصوصي سکتور د سمنټو بیه را ټیټه کړي.