"یو قضايي کمېسیون به د پانامې د تورنو په اړه څېړنه وکړي"

د پاکستان صدراعظم نواز شریف اعلان وکړ چې یو خپلواک، قضايي کمېسیون به وګوماري څو په پانامه کې په غیر قانوني پانګونو کې د ده د کورنۍ د دخالت څېړنه وکړي.

د یکشنبې په ورځ د نړۍ یو شمېر معتبرو رسنیو هغه کاغذونه خپاره کړل چې په پانامه کې له یوه حقوقي شرکته، په پټه ایستل شوي وو.

په دې کاغذونو کې څرګنده شوه چې د یو شمېر هېوادونو شتمن خلک او سیاستوال له لسیزو راهیسې له مالیو د ځان ژغورلو لپاره په پانامه کې کمپنۍ لري.

په دې کسانو کې د نواز شریف د دوه زامنو نومونه هم راغلي خو نوازشریف پرون سې شنبې خپل ولس ته په ټلویزیوني وینا کې وویل چې د پاکستان د سترې محکمې یو متقاعد قاضي به د دې مسئلې په اړه د څېړنو د پلاوي مشري کوي.

نواز شریف پر هغو کسانو چې دده د کورنۍ پر غړو د اداري فساد او غلا تور لګوي غږ وکړ چې د تورونو د ثابتولو لپاره له ټاکل شوي کمېسیون سره مرسته وکړي.